33 نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.
د مالِک خُدائ ښے لاس ډېر اوچت دے، د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى.“
يو ځل تا په رويا کښې خپلو وفادارو خلقو ته وفرمائيل او خبرې دې وکړې او ودې فرمائيل، ”ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.
زما وفادارى او ابدى مينه به د هغۀ سره وى، او زما د نوم په وسيله به د هغۀ مقام اوچت شى.
ګورئ، زما خِدمت کوونکے به په خپل کار کښې کامياب شى، د هغۀ به ډېر زيات عزت کيږى.
نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.
بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو.
ګورئ، زۀ تاسو ته هغه څوک درلېږم د چا چې زما پلار تاسو سره وعده کړې وه، خو په دې ښار کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى.“
او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى.
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.
خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.
نو اے پلاره، اوس تۀ ما له په خپل حضور کښې لوئى راکړه، هغه لوئى چې کومه ما د دُنيا د پېدا کېدو نه اول ستا په حضور کښې لرله.
ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى.
هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېريهوديانو هم نازل شو.
خُدائ پاک فرمائى، د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى. ستاسو مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.
بيا خُدائ پاک هغه اوچت کړو او د سردار او خلاصونکى په طور يې خپل ښى لاس ته کښېنولو دپاره د دې چې هغه بنى اِسرائيلو ته د توبې ويستو موقع ورکړى او ګناهونه يې معاف کړى.
او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.
دا ځکه وشو چې د اِبراهيم برکت د عيسىٰ مسيح په وسيله غېريهوديانو ته هم ور ورسى، او چې مونږ د ايمان په وسيله د روحُ القُدس هغه وعده حاصله کړُو د کوم چې خُدائ پاک وعده کړې وه.
نو تاسو چې حقيقت واورېدو يعنې د خلاصون زيرے چې تاسو پرې په مسيح ايمان راوړو، نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ.
هم دغه وجه ده چې کلام دا فرمائى چې، ”کله چې هغه بره لاړو قېديان يې د ځان سره بوتلل، او خلقو له يې تحفې ورکړې.“
خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو،
خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو.
خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.
د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.
څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.