31 هغه د مستقبل نه خبر وو نو هغۀ د مسيح د بيا ژوندى کېدو په حقله وئيل چې، نۀ به هغه عالمِ ارواح کښې پرېښودلے شى، او نۀ به د هغۀ بدن خاوره کېدو ته پرېښودلے شى.
زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې، خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.
او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړے شوې، کۀ په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو.
بيا هغه د زبور په بل ځائ کښې داسې فرمائيلى دى چې، ”تۀ به په خپل قُدوس د خاورې کېدو ساعت رانۀ ولې.“
ځکه چې تۀ به زما روح عالمِ ارواح ته پرې نۀ ږدې او نۀ به تۀ خپل قُدوس خاوره کېدو ته پرېږدې.
او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو.
او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“