29 زما دوستانو، زۀ به درته په اطمينان سره دا ووايم چې نيکۀ داؤد وفات شوے وو او ښخ کړے شوے وو او د هغۀ قبر تر نن ورځې دلته موجود دے.
نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.
د بيتصور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.
ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو،
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما ته راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما ته راکړې.“
زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.
بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده.
وګورئ هغه څومره عظيم انسان وو تر دې چې د قوم نيکۀ اِبراهيم ورته د غنيمت د مال لسمه حِصه ورکړه.