26 نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم، په دې وجه زما زړۀ خوشحاله دے او زما ژبه خوشحالى کوى، بلکې زما بدن به هم په اُميد کښې اوسى،
نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم،
تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،
ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
زما شونډې به د خوشحالۍ وکړى آوازونه، کله چې زۀ ستا ثناء صِفت کومه، ځکه چې تا زۀ بچ کړے يم.
حضرت داؤد د هغۀ په حقله فرمائى چې، ”زۀ په دې پوهېږم مالِک خُدائ همېشه راسره دے. هغه ما سره په خوا کښې دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.
ځکه چې تۀ به زما روح عالمِ ارواح ته پرې نۀ ږدې او نۀ به تۀ خپل قُدوس خاوره کېدو ته پرېږدې.