Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 2:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 حضرت داؤد د هغۀ په حقله فرمائى چې، ”زۀ په دې پوهېږم مالِک خُدائ همېشه راسره دے. هغه ما سره په خوا کښې دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 2:25
15 Iomraidhean Croise  

ځکه چې هغه د حاجتمندو مددګار دے، چې د هغه چا نه يې وساتى څوک چې دوئ مجرموى.


مالِک خُدائ ستا ښى لاس ته ولاړ دے، په خپل قهر او غضب کښې به ډېر بادشاهان ووهى.


ځکه چې بادشاه په مالِک خُدائ باندې ايمان لرى، د خُدائ تعالىٰ په مينه هغه به تل د تيندکونو نه بچ وى.


کله چې زۀ ښۀ ومه نو ما داسې وئيل، ”زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم.“


هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے، او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.


هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے. او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.


خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم، په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“


دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بې‌عېبه منل.


ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.


نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم، په دې وجه زما زړۀ خوشحاله دے او زما ژبه خوشحالى کوى، بلکې زما بدن به هم په اُميد کښې اوسى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan