Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 2:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 2:24
45 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم، لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم، تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه.


خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.


مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بې‌عزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.


خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.


خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.


او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.


دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے.“


هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى.


په دې وجه هغوئ ايمان راوړلے نۀ شو، ولې چې يشعياه نبى دا هم وفرمائيل چې،


نو اوس هم هغوئ د صحيفو په مطلب پوهه نۀ وُو چې عيسىٰ به خامخا د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.


او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.


خو خُدائ پاک عيسىٰ د مړو نه بيا راژوندے کړو.


خو هغه څوک چې خُدائ پاک بيا د مړو نه ژوندے کړو هغه خاورې نۀ شو.


ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“


هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو.


تاسو د ژوندون ورکولو سردار ووژلو، خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا ژوندے کړو. مونږ د دې ګواهان يُو.


کله چې خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ راوچت کړو نو اول يې هغه تاسو ته درولېږلو چې تاسو له برکت درکړى چې تاسو هر يو د خپلو بدو لارو نه واړوى.“


نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو.


زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو کوم چې تاسو په سولۍ دپاسه مړ کړے وو.


ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې.


ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى


بلکې زمونږ دپاره هم وې ځکه چې هغه به مونږ هم صادق وګڼى کۀ مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو،


نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو.


کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.


نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه، ځکه چې عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره مړ شو او زمونږ دپاره د مړو نه بيا راژوندے شو او هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے او بې‌شکه چې زمونږ شفاعت کوى.


نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟


بلکې مونږ د خُدائ پاک دروغژن ګواهان شو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک په حقله دا ګواهى ورکړې وه چې هغۀ مسيح راژوندے کړو. کۀ چرې مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو بيا هغه يې هم نۀ دے ژوندے کړے.


خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے.


او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو.


خُدائ پاک مالِک هم بيا ژوندے کړو او مونږ به هم په خپل قُدرت سره بيا ژوندى کړى.


ځکه چې مونږ ته پته ده چا چې مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مونږ هم د عيسىٰ سره ژوندى کړى او سره ستاسو به مو خپلې مخې ته حاضر کړى.


د پولوس رسول د طرف نه، چې نۀ هغه انسانانو مقرر کړو، او نۀ يې د بل چا نه رسالت حاصل کړو، بلکې عيسىٰ مسيح او خُدائ پلار په خپله مقرر کړو، چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړو.


دا هم هغه قوت دے چې د کوم په وسيله چې خُدائ پاک مسيح د مړو نه بيا راژوندے کړو او خپل ښى لاس ته يې په آسمان کښې کښېنولو.


تاسو د مسيح سره په بپتسمه کښې ښخ شوئ او د ايمان په وسيله د خُدائ پاک په قدرت کښې هم تاسو د هغۀ سره بيا راژوندى شوئ چا چې هغه د مړو نه راپاڅولے دے.


او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.


اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،


بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى


د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.


او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan