19 او زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.
په هغه ورځ به نۀ رڼا او نۀ يخ او نۀ کنګل وى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“
تر دې چې زۀ به په هغه ورځو کښې په خپلو نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح هم نازل کړم او هغوئ به نبوت کوى.
نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.
اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده.