5 په دې اورېدو هغوئ ته د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.
بيا هغۀ حُکم وکړو چې دوئ ته دې د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه ورکړے شى. بيا هغوئ پطروس ته ووئيل چې تاسو مونږ سره د يو څو ورځو دپاره ايسار شئ.
پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى.
خو کله چې هغوئ د فيليپوس په هغه زېرى ايمان راوړو چې هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د عيسىٰ مسيح د نوم په حقله ورکولو نو ښځو او سړو بپتسمه واخستله.
ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.
او ټولو په وريځ او په بحرِقُلزم کښې د موسىٰ بپتسمه واخسته،