38 په دې وجه کۀ چرې ديميتريوس او د هغۀ کسبګرو سره د چا خلاف شکايت وى نو عدالتونه کولاو دى او منصفان هم په کښې دى، پرېږدئ چې دواړه په خپلو کښې د يو بل خلاف شکايت وکړى.
کله چې ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان يې راوړو، ځکه چې هغه د مالِک په حقله د تعليم په وجه ډېر متاثره شو.
هغه د سرګيوس پولوس ګورنر ملګرے وو. ګورنر يو هوښيار سړے وو. هغۀ برنباس او ساؤل راوبلل ځکه چې هغۀ غوښتل چې د خُدائ پاک کلام واورى.
خو جادوګر چې په يونانۍ کښې ورته اِليماس وائى، د هغوئ مخالفت وکړو او دا کوشش يې کولو چې ګورنر ايمان رانۀ وړى.
څنګه چې پولوس جواب ورکولو نو په دې کښې ګليو يهوديانو ته ووئيل چې، ”کۀ چرې دا خبره د جرم يا د سخت شرارت وى نو يهوديانو، ما به ستاسو شکايت مناسب ګڼلے وو.
هلته ديميتريوس نومې يو زرګر وو چا به چې د ارتِميسې د زيارت د سپينو زرو نمونې جوړولې او د ډېرو کاريګرو پرې ښۀ روزګار روان وو.
خو کۀ تاسو بله کومه معامله راوړاندې کوئ نو د هغې فېصله به په قانونى مجلس کښې وشى.
ولې تاسو دا جرأت کوئ چې کله ستاسو د خپل ايماندار ورور سره مقدمه وى نو تاسو د فېصلې دپاره دا د بېدينه خلقو عدالت ته پېش کوئ او مقدسينو ته يې نۀ پېش کوئ؟
کۀ داسې لانجې وى چې د هغې فېصله کول د هغه ځائ د قاضيانو دپاره ګران وى، لکه د جائيداد حقُونو يا د چا د زخمى کېدلو لانجې يا چې په قصد سره يا په غلطۍ سره د قتل په مينځ کښې فرق کول وى، نو چې داسې وشى، نو د عبادت هغه يو ځائ ته لاړ شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى،