37 دا کسان چې تاسو دلته راوستى دى، نۀ خو دوئ د زيارت غلۀ دى او نۀ يې زمونږ د ديوى ګستاخى کړې ده.
نو چې د دې څيزونو نه اِنکار نۀ شى کېدے، نو تاسو له په کار دى چې خاموشه شئ او په تادۍ کښې څۀ غلطى ونۀ کړئ.
خو پولوس په خپلې صفائى کښې ووئيل چې، ”ما د يهوديانو د شريعت، د خُدائ د کور يا د قيصر په خلاف څۀ جرم هم نۀ دے کړے.“
تاسو وايئ چې زنا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله زنا کوئ؟ تاسو چې بُتان پليت ګڼئ، نو بيا ولې تاسو بُتخانې لوټ کوئ؟
د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ.
مونږ د چا په لار کښې خنډ نۀ جوړيږو د دې دپاره چې زمونږ په خِدمت کښې څۀ نقصان پېدا نۀ شى،