34 خو کله چې هغوئ وپېژندو چې هغه يهودى دے نو تقريباً تر دوو ګينټو هغوئ ټولو يوه چغه ويستله چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“
چې کوم غوَيے ورله راوستلے شوے وو نو هغوئ هغه بوتلو، تيار يې کړو او د سحر نه تر غرمې پورې يې بعل ته سوال کولو. هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“ خو هيڅ جواب نۀ راتلو. او چې کومه قربانګاه يې جوړه کړې وه د هغې نه ګېرچاپېره ګډېدل.
او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بېدينه قومونو په شان د بېمطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.
چې کله يې هغوئ د منصفانو په وړاندې پېش کړل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا کسان زمونږ په ښار کښې ګړبړ جوړوى او يهوديان هم دى.
هلته ديميتريوس نومې يو زرګر وو چا به چې د ارتِميسې د زيارت د سپينو زرو نمونې جوړولې او د ډېرو کاريګرو پرې ښۀ روزګار روان وو.
خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.
کله چې هغوئ دا خبرې واورېدلې نو هغوئ په غصه شول او شور يې جوړ کړو چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“
خو په غونډه کښې د ځينو کسانو دا خيال وو چې سکندر قصوروار دے ځکه چې يهوديانو هغه وړاندې راديکه کړو. او سکندر خلقو ته د خاموشۍ اِشاره وکړه او د ګڼې په وړاندې يې د خپلې دفاع کولو کوشش وکړو.
خو د ښار ناظم اعلىٰ ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چې، ”اے د اِفِسوس خلقو، څوک دى چې ورته دا پته نۀ وى چې زمونږ د اِفِسوس ښار د لوئ ارتِميسې د زيارت او د هغې يو مقدس کاڼے چې د آسمان نه راپرېوتے دے.
تاسو وايئ چې زنا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله زنا کوئ؟ تاسو چې بُتان پليت ګڼئ، نو بيا ولې تاسو بُتخانې لوټ کوئ؟
هغوئ د اژدها عبادت وکړو ځکه چې هغې خپل اختيار بلا ته ورکړو، هغوئ د بلا عبادت هم وکړو او دا يې ووئيل چې، ”څوک د دې بلا په شان زورَوره ده، او څوک د دې خلاف جنګ کولے شى؟“