Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 19:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 خو په غونډه کښې د ځينو کسانو دا خيال وو چې سکندر قصوروار دے ځکه چې يهوديانو هغه وړاندې راديکه کړو. او سکندر خلقو ته د خاموشۍ اِشاره وکړه او د ګڼې په وړاندې يې د خپلې دفاع کولو کوشش وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 19:33
11 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه راووتو نو د هغوئ سره يې خبرې نۀ شوې کولے او هغوئ پوهه شُو چې هغۀ د خُدائ په کور کښې څۀ رويا وليده. او هغوئ ته يې اِشارې کولې خو ژبه يې نۀ چلېده.


خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو.


نو پولوس راوچت شو او خلقو ته يې د چپ کېدلو اِشاره وکړه، او وې وئيل، ”اے بنى اِسرائيلو او غېر‌يهوديانو تاسو څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ نو زما خبره واورئ.


خو کله چې هغوئ وپېژندو چې هغه يهودى دے نو تقريباً تر دوو ګينټو هغوئ ټولو يوه چغه ويستله چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“


کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،


بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم.


ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ.


په هغوئ کښې هميناوس او سکندر شامل دى چې ما شېطان ته حواله کړل چې هغوئ دا زده کړى چې نور کُفر ونۀ غروى.


سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan