31 تر دې چې د آسيه د صوبې مشرانو چې د پولوس دوستان وُو، هغۀ ته منت وکړو چې، ”د تماشې ځائ ته لاړ نۀ شې.“
کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.
عيسىٰ له يو جذامى راغلو، مِنت زارى يې ورته وکړل او ورته په سجده پرېوتو، عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“
نو هغوئ د فروګيه او ګلتيه په علاقو واوړېدل ځکه چې روحُ القُدس هغوئ د آسيه په صوبه کښې د کلام اورولو نه منع کړى وُو.
تر دوو کالو پورې دا کار روان وو او داسې د آسيه د صوبې ټولو اوسېدونکو يهوديانو او يونانيانو دواړو د مالِک کلام واورېدو.
نو ټول ښار ګډوډ شو او هغوئ د پولوس د سفر ملګرى، د مِکدونيه اوسېدونکى ګايوس او اريسترخوس ونيول او د تماشې ځائ ته يې راوستل.
پولوس هغه ګڼې ته تلل غوښتل خو مريدانو پرې نۀ ښودو.
په دې دوران کښې په چغو سورو کښې به چا څۀ وئيل او چا څۀ ځکه چې ټوله غونډه ګډه وډه وه او ډېر په دې خبر هم نۀ وُو چې هغوئ د څۀ دپاره راجمع شوى دى.
مونږ چې دا خبرې واورېدلې نو مونږ او نورو مقامى ايماندارانو پولوس ته منت وکړو چې يروشلم ته لاړ نۀ شى.