3 بيا پولوس ووئيل چې، ”تاسو ته د څۀ بپتسمه درکړے شوې وه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د يحيىٰ بپتسمه.“
ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.
او ټولو خلقو چا چې د عيسىٰ خبرې واورېدلې نو سره د محصولچيانو يې د خُدائ پاک لار سمه وګڼله ځکه چې د يحيىٰ نه يې بپتسمه اخستې وه،
هغۀ د مالِک خُدائ د لارې تعليم حاصل کړے وو او په روحانى جوش سره يې خبرې کولې او د عيسىٰ په حقله يې صحيح تعليم ورکولو. اګر کۀ هغه صرف د يحيىٰ د بپتسمې نه واقف وو.
ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.
دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
او تاسو ته نور د بپتسمو او لاس کېښودلو او د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو او د تل عدالت په حقله د تعليم ورکولو ضرورت نشته.