Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 19:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 نو ټول ښار ګډ‌وډ شو او هغوئ د پولوس د سفر ملګرى، د مِکدونيه اوسېدونکى ګايوس او اريسترخوس ونيول او د تماشې ځائ ته يې راوستل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 19:29
19 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ سَلميس ته راورسېدل نو هغوئ د خُدائ پاک کلام د يهوديانو په عبادتخانو کښې واورولو او د هغوئ سره يوحنا هم د مددګار په توګه وو.


او د هغه ځائ نه فيليپى ته چې د مِکدونيه په ضِلع کښې لوئ ښار دے او د روميانو کالونى هم ده. مونږ په دې ښار کښې د څو ورځو دپاره پاتې شُو.


د شپې پولوس رويا وليدله چې يو مِکدونى سړے ولاړ دے او دا مِنت ورته کوى چې، ”مِکدونيه ته راپورې وځه او زمونږ مدد وکړه.“


کله چې خلقو او د ښار منصفانو دا واورېدل نو وارخطا شول.


نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“


نو هغۀ خپل دوه مدد کوونکى تيموتيوس او اِراستوس مِکدونيه ته ولېږل او په دې دوران کښې هغه په خپله د څۀ وخت دپاره د آسيه په صُوبه کښې پاتې شو.


په دې دوران کښې په چغو سورو کښې به چا څۀ وئيل او چا څۀ ځکه چې ټوله غونډه ګډه وډه وه او ډېر په دې خبر هم نۀ وُو چې هغوئ د څۀ دپاره راجمع شوى دى.


تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى.


هغۀ سره د پرحوس زوئ سوپترس د بيريه نه، اريسترخوس او سکندس د تِسالونيکيه نه، ګايوس د دِربے نه، تيموتيوس، او ورسره تخيکوس او تروفيموس د آسيه نه، په سفر کښې ملګرى وُو.


ټول ښار ناقلاره شو او خلق د هر طرف نه په منډه راغلل. هغوئ پولوس ونيولو او د خُدائ د کور نه يې بهر راښکو او سمدستى دروازې بندې شوې.


نو بيا تۀ هغه مِصرى نۀ يې چا چې څۀ موده مخکښې بغاوت جوړ کړے وو او څلور زره دهشتګرد يې د ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“


بيا مونږ د ادرمتيم ښار په يوه کشتۍ کښې کښېناستو چې د آسيه د صوبې بندرګاهو ته تلو او په سمندر کښې روان شُو. زمونږ په ملګرو کښې د تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چې نوم يې اريسترخوس وو.


ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى.


زۀ د خُدائ پاک شُکر ګزار يم چې د کرسپوس او ګايوس نه بغېر ما په تاسو کښې بل يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړې،


خو په اصل کښې خُدائ پاک مونږ رسولان د ټولو نه لاندې کړُو او د هغه خلقو په شان يې پېش کړُو په چا چې د مرګ حکم شوے وى، ولې چې مونږ د ټولې دُنيا، يعنې فرښتو او د بنى آدمو په وړاندې يوه تماشه شُو.


او نۀ صرف دا بلکې هغه د جماعتونو له خوا نه د دې چندې د رسولو په خِدمت کښې زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو، او مونږ دا خِدمت ځکه وکړُو چې د مالِک جلال او زمونږ سرګرمى ښکاره شى.


اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ،


او هم دغه شان مرقوس، اريسترخوس، ديماس او لوقا هم چې په دې خدمت کښې زما ملګرى دى.


د مشر د طرف نه، خوږ ګايوس ته، د چا سره چې زۀ د زړۀ نه مينه کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan