26 خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.
هغه خلقو ته څوک چې د نورو معبودانو عبادت کوى دا ووايه چې، ”هغه تش په نامه معبودانو چې زمکه او آسمانونه يې نۀ دى جوړ کړى، هغه به د زمکې د مخ نه او د آسمان د لاندې نه بلکل ختم شى.“
اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى.
”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى.
نو چې مونږ د خُدائ پاک اولاد يُو نو بيا مونږ ته دا سوچ کول مناسب نۀ دى چې د خُدائ ذات لکه د سرو زرو، د سپينو زرو يا د کاڼى د بُت په شان وګڼو چې بنى آدم په خپله پوهه او هُنر سره جوړ کړى وى.
کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه.
څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل،
تر دوو کالو پورې دا کار روان وو او داسې د آسيه د صوبې ټولو اوسېدونکو يهوديانو او يونانيانو دواړو د مالِک کلام واورېدو.
هغۀ هغوئ سره د دې روزګار نور کاريګر او تاجران هم راغونډ کړل او وئ وئيل چې، ”اے وروڼو، تاسو ته ښۀ پته ده چې زمونږ ټول آمدن هم د دې تجارت نه دے.
تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ.
نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.
پخوا چې تاسو خُدائ پاک نۀ پېژندو نو تاسو د هغه معبودانو غلامان وئ چې په حقيقت کښې خُدايان نۀ وُو.
هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې انسان جوړ کړى وى، د لرګو او د کاڼو معبودان، هغه معبودان چې نۀ ليدل او نۀ اورېدل کولے شى، نۀ خوراک او نۀ بويول کولے شى.
ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،
خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.