25 هغۀ هغوئ سره د دې روزګار نور کاريګر او تاجران هم راغونډ کړل او وئ وئيل چې، ”اے وروڼو، تاسو ته ښۀ پته ده چې زمونږ ټول آمدن هم د دې تجارت نه دے.
هغوئ زما د خلقو د ګناه نذرانې خورى، هغوئ په دې لالچ کښې وى چې خلق ډېر ګناهونه وکړى.
خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل.
هلته ديميتريوس نومې يو زرګر وو چا به چې د ارتِميسې د زيارت د سپينو زرو نمونې جوړولې او د ډېرو کاريګرو پرې ښۀ روزګار روان وو.
خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.
ځکه چې ټولو قومونو د هغې د مستۍ او بدکارۍ شراب څښلى دى، د دُنيا بادشاهانو د هغې سره بدکارى کړې ده، او د دُنيا سوداګرانو د هغې د عياشۍ په سبب دولت راغونډ کړو.“