24 هلته ديميتريوس نومې يو زرګر وو چا به چې د ارتِميسې د زيارت د سپينو زرو نمونې جوړولې او د ډېرو کاريګرو پرې ښۀ روزګار روان وو.
مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې.
خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل.
هغۀ هغوئ سره د دې روزګار نور کاريګر او تاجران هم راغونډ کړل او وئ وئيل چې، ”اے وروڼو، تاسو ته ښۀ پته ده چې زمونږ ټول آمدن هم د دې تجارت نه دے.
په دې وجه کۀ چرې ديميتريوس او د هغۀ کسبګرو سره د چا خلاف شکايت وى نو عدالتونه کولاو دى او منصفان هم په کښې دى، پرېږدئ چې دواړه په خپلو کښې د يو بل خلاف شکايت وکړى.