20 دغه شان د مالِک کلام ډېر خور او مضبوط شو.
زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.
خو په هم دې وخت کښې د خُدائ پاک کلام خورېدلو او ترقى يې کوله.
کله چې ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان يې راوړو، ځکه چې هغه د مالِک په حقله د تعليم په وجه ډېر متاثره شو.
تر دوو کالو پورې دا کار روان وو او داسې د آسيه د صوبې ټولو اوسېدونکو يهوديانو او يونانيانو دواړو د مالِک کلام واورېدو.
د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو.
نو اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ چې د مالِک کلام زر خور شى او هر چرته داسې عزت حاصل کړى څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې حاصل کړے وو.