Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 19:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”د ايمان راوړلو په موقع په تاسو روحُ القُدس نازل شوے وو؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه، مونږ ته خو دا پته هم نشته چې روحُ القُدس څۀ څيز دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 19:2
12 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.


د پطروس بيان لا جارى وو چې په هغوئ ټولو روحُ القُدس نازل شو چا چې بيان اورېدلو.


په دې اورېدو هغوئ ته د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.


خُدائ پاک فرمائى، د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى. ستاسو مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.


زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ،


ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ.


نو بيا ولې خُدائ پاک تاسو ته روحُ القُدس او د معجزو کولو کار په شريعت د عمل کولو په وجه درکړے دے او يا کۀ د مسيح د زيرى اورېدلو او په هغۀ د ايمان راوړلو په وجه؟


خو هلک ته پته ونۀ لګېده چې دا مالِک خُدائ وو، ځکه چې د دې نه مخکښې مالِک خُدائ هيڅکله هم د هغۀ سره خبرې نۀ وې کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan