16 بيا هغه پيريانو نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړو او ټول يې رالاندې کړل او داسې يې وټکول چې هغوئ د هغۀ کور نه بربنډ او ژوبل شوى وتښتېدل.
هغوئ عيسىٰ له راغلل او هغه سړے چې د پيريانو لښکر نيولے وو هغه يې وليدو چې جامې يې اغوستې دى او هلته سم دم ناست دے نو هغوئ ويرېدل.
ځکه چې عيسىٰ پيريانو ته حکم کړے وو چې دې سړى نه راوځئ. ډېر ځله يې هغه نيولے وو او د حفاظت د کبله به په زنځيرونو کښې وتړلے شو او زولنۍ به ورواچولے شوې خو هر ځل به هغۀ ځان خلاصولو او پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو.
او خلق د دې تماشې دپاره بهر راووتل. کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل هغه سړے چې پيريان ترې تللى وُو يې وليدو چې جامې يې اغوستې وې او سم دم د عيسىٰ په پښو کښې ناست وو او هغوئ ويرېدل.
خو پيريانو جواب ورکړو او وې وئيل چې، ”زۀ عيسىٰ پېژنم او پولوس هم پېژنم، خو تاسو څوک يئ؟“
کله چې په اِفِسوس کښې د دې خبرې ټولو يهوديانو او يونانيانو ته پته ولګېده نو په هغوئ ټولو يره راغله او د مالِک عيسىٰ د نوم لوئى يې بيان کړه.
هغۀ ټوپ کړو او په خپلو پښو ودرېدو او په ګرځېدو شو. نو بيا هغه د هغوئ سره د خُدائ پاک کور ته ورننوتو، هغه په خپله روان وو او ټوپونه يې وهل او د خُدائ ثناء يې وئيله.
هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى.