15 خو پيريانو جواب ورکړو او وې وئيل چې، ”زۀ عيسىٰ پېژنم او پولوس هم پېژنم، خو تاسو څوک يئ؟“
”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“
عيسىٰ ډېر بيماران روغ کړل چې په مختلفو بيماريانو آخته وُو او ډېر پيريان يې وشړل. هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.
د سکيوا نومې يهودى مشر اِمام اووۀ زامنو هم دا کار کولو.
بيا هغه پيريانو نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړو او ټول يې رالاندې کړل او داسې يې وټکول چې هغوئ د هغۀ کور نه بربنډ او ژوبل شوى وتښتېدل.
تۀ په دې خبره يقين کوې چې خُدائ پاک يو دے. دا ډېره ښۀ خبره ده. اګر چې پيريان هم داسې ايمان ساتى او د يرې نه رپيږى.