5 کله چې سيلاس او تيموتيوس د مِکدونيه نه راورسېدل نو پولوس خپل ځان په پوره توګه د تعليم دپاره وقف کړو او يهوديانو ته يې دا ګواهى ورکړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.
او دا يې ورته تشريح او ثابت کړل چې مسيح به خامخا تکليفونه زغمى او د مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. او هغۀ ووئيل چې، ”کوم عيسىٰ چې زۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“
او کله چې زۀ تاسو سره وم او حاجتمند وم نو ما په چا بوج وانۀ چولو ځکه چې د مِکدونيه نه وروڼه راغلى وُو او زما حاجت يې پوره کړو او ما په هره خبره کښې په تاسو د بوج اچولو نه ځان ساتلے دے او ساتم به يې هم.
خو تيموتيوس اوس له تاسو نه مونږ له واپس راغلو او ستاسو د ايمان او د مينې ښۀ زيرے يې راوړلو. او مونږ ته يې دا هم ووې چې تاسو تل زمونږ خير غواړئ او زمونږ د ليدو په خواهش کښې يئ لکه څنګه چې مونږ ستاسو د ليدو خواهش کوُو.
ما د سيلوانوس په وسيله چې زۀ يې ايماندار ورور ګڼم دا ورکوټے خط وليکلو چې تاسو له تسلى درکړم او د دې خبرې ګواهى وکړم چې دا د خُدائ پاک حقيقى فضل دے او په دې قائم پاتې شئ.