3 پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو.
مونږ له اجازت راکړه چې د اُردن سيند ته لاړ شُو نو مونږ هر يو به يو يو تير ووهو، نو د اوسېدو دپاره به يو ځائ جوړ کړُو.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”لاړ شئ.“
او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو،
دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى.
خو ما خپل د دې حق نه هيڅ فائده وانۀ خستله او نۀ مې دا د دې دپاره وليکل چې زۀ د دې نه فائده واخلم ځکه چې زما دپاره د دې نه مړ کېدل بهتر دى. هيڅوک زما فخر بېځايه کولے نۀ شى.
نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے.
ولې ما دا ګناه وکړه چې مې تاسو ته د خُدائ پاک زيرے مفت در ورسولو او ځان مې لاندې کړو د دې دپاره چې تاسو اوچت شئ؟
او کله چې زۀ تاسو سره وم او حاجتمند وم نو ما په چا بوج وانۀ چولو ځکه چې د مِکدونيه نه وروڼه راغلى وُو او زما حاجت يې پوره کړو او ما په هره خبره کښې په تاسو د بوج اچولو نه ځان ساتلے دے او ساتم به يې هم.
تاسو په کومه خبره کښې د نورو جماعتونو نه کم وئ بې له دې چې ما په خپله په تاسو بوج وانۀ چولو؟ زما دا غلطى معاف کړئ.
اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو.
په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.