او دا يې ورته تشريح او ثابت کړل چې مسيح به خامخا تکليفونه زغمى او د مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. او هغۀ ووئيل چې، ”کوم عيسىٰ چې زۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“
هغۀ د مالِک خُدائ د لارې تعليم حاصل کړے وو او په روحانى جوش سره يې خبرې کولې او د عيسىٰ په حقله يې صحيح تعليم ورکولو. اګر کۀ هغه صرف د يحيىٰ د بپتسمې نه واقف وو.
کله چې سيلاس او تيموتيوس د مِکدونيه نه راورسېدل نو پولوس خپل ځان په پوره توګه د تعليم دپاره وقف کړو او يهوديانو ته يې دا ګواهى ورکړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.