اعمال 18:24 - Pakistani Yousafzai Pashto24 نو اپولوس نومې يو يهودى چې د اسکندريه اوسېدونکے وو، اِفِسوس ته راغلو. او د هغۀ خبرې ډيرې خوږې وې او د کِتابِ مقدس تکړه عالم وو. Faic an caibideil |
عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.