Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 18:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کله چې هغه په قيصريه کښې د جهاز نه کوز شو نو هغه يروشلم ته لاړو او د جماعت د خلقو سره مِلاو شو او بيا اَنطاکيه ته واپس شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 18:22
16 Iomraidhean Croise  

په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو.


په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسېدو او کورنيليوس د هغوئ په طمع وو او خپل خپلوان او نزدې دوستان يې رابللى وُو.


هم په دغه وخت کښې درې سړى چې د قيصريه نه ما ته رالېږلے شوى وُو، هماغه کور ته راغلل چرته چې زۀ دېره وم.


د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل.


د اټاليى نه هغوئ اَنطاکيه ته په سمندرى جهاز کښې لاړل چرته چې هغوئ د هغه کار دپاره د خُدائ پاک فضل ته وسپارلے شول کوم چې دوئ اوس پوره کړو.


او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېر‌يهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.


نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول او اَنطاکيه ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائ جمع کړو او خط يې ورله ورکړو.


خو پولوس او برنباس په اَنطاکيه کښې پاتې شول او هلته يې د ډېرو نورو سره د مالِک کلام اورولو او تعليم يې ورکولو.


کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل.


بيا کمان آفسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې، ”نن شپه نهۀ بجې قيصريه ته د تلو دپاره دوه سوه فوجيان، اويا د آسونو سوارۀ او دوه سوه نېزه بازان تيار کړئ.


قيصريه صوبې ته د رسېدو نه درې ورځې پس فِستوس ګورنر يروشلم ته لاړو.


خو فِستوس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره د پولوس نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ يروشلم ته تلل غواړې چې هلته په دې مقدمه کښې زما په وړاندې پېش شې؟“


خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan