Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 18:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 18:19
21 Iomraidhean Croise  

هغوئ ورته د زيات وخت دپاره د پاتې کېدو خواست وکړو خو هغۀ اِنکار وکړو.


خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو.


نو اپولوس نومې يو يهودى چې د اسکندريه اوسېدونکے وو، اِفِسوس ته راغلو. او د هغۀ خبرې ډيرې خوږې وې او د کِتابِ مقدس تکړه عالم وو.


هغۀ به د هر سبت په ورځ د يهوديانو په عبادتخانې کښې بحث مباحثه کوله او د هغۀ کوشش دا وو چې يهوديان او يونانيان خپل ځان ته راواړوى.


څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل،


کله چې په اِفِسوس کښې د دې خبرې ټولو يهوديانو او يونانيانو ته پته ولګېده نو په هغوئ ټولو يره راغله او د مالِک عيسىٰ د نوم لوئى يې بيان کړه.


خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.


کله چې هغوئ دا خبرې واورېدلې نو هغوئ په غصه شول او شور يې جوړ کړو چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“


خو د ښار ناظم اعلىٰ ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چې، ”اے د اِفِسوس خلقو، څوک دى چې ورته دا پته نۀ وى چې زمونږ د اِفِسوس ښار د لوئ ارتِميسې د زيارت او د هغې يو مقدس کاڼے چې د آسمان نه راپرېوتے دے.


ځکه چې پولوس دا فېصله کړې وه چې د اِفِسوس نه واوړى نو هغه به د آسيه په علاقه کښې د وخت تېرولو نه بچ شى، هغۀ غوښتل چې څنګه هم کېدے شى چې د پنځوسمې اختر په يروشلم کښې تير کړى.


نو پولوس د ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر ولېږلو او د جماعت مشران يې راوبلل چې هغۀ سره مِلاو شى.


ځکه چې هغوئ په ښار کښې مخکښې نه د دۀ سره د اِفِسوس تروفيموس ليدلے وو او دا يې سوچ وو چې پولوس هغه د ځان سره د خُدائ کور ته ننه ايستے دے.


کۀ صرف د انسانى اُميد دپاره زۀ په اِفِسوس کښې د وحشتناکو ځناورو سره وجنګېدلم نو د دې نه ما ته څۀ فائده حاصله شوه؟ کۀ مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ کيږُو.“


خو زۀ به د پنځوسمې اختر پورې په اِفِسوس کښې پاتې يم.


د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ دا خط مقدسينو ته او د عيسىٰ مسيح وفادارو مريدانو ته چې په اِفِسوس کښې دى ليکم.


لکه څنګه چې مِکدونيه ته د تلو په وخت ما په تا زور راوړو چې په اِفِسوس کښې پاتې شه او ځينې کسانو له هدايت ورکړه چې غلط تعليم ورنۀ کړى.


مالِک دې په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى، او تۀ ښۀ خبر يې چې په اِفِسوس کښې هغۀ څومره ډېر خِدمت وکړو.


ما تخيکوس اِفِسوس ته لېږلے دے.


هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“


”د اِفِسوس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا د هغۀ پېغام دے چا چې اووۀ ستورى په خپل ښى لاس کښې نيولى دى څوک چې د سرو زرو د اوو ډيوټونو په مينځ کښې ګرځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan