Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 18:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 خو چې دا ستاسو د لفظونو، نومونو او د يهودى شريعت خبره ده، نو بيا تاسو په خپله ورسره پوهه شئ، زۀ د داسې مسئلو منصف جوړېدل نۀ غواړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 18:15
13 Iomraidhean Croise  

پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“


هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بې‌ګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاو شوې ده.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ پرې څۀ؟ تۀ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“


پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”دے بوځئ او د خپل شريعت په مطابق يې فېصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته دا اجازت نشته چې څوک مړ کړُو.“


هغوئ ووئيل چې، ”دغه سړے په داسې طريقه خلق د خُدائ پاک عبادت ته راړوى چې د شريعت خلاف ده.“


زۀ پوهه شوم چې په دۀ باندې د دوئ د شريعت د مسئلو په حقله اِلزام وو، خو څۀ داسې جُرم پرې نۀ وو چې دۀ ته پرې د قېد يا د مرګ سزا ورکړے شى.


کۀ چرې زۀ ګناه ګار يم او داسې څۀ جرم مې کړے وى چې د مرګ د سزا لائق وى نو زۀ د مرګ نه د تښتېدو کوشش نۀ کوم. خو کۀ چرې زما خلاف اِلزامونو کښې څۀ حقيقت نۀ وى نو څوک هم ما دوئ ته نۀ شى سپارلے. زۀ قيصر ته اپيل کوم.“


خو د هغې په ځائ هغوئ خپل دينى بحث شروع کړو او د دوئ اختلاف په دې خبره وو چې يو مړ کس دے چې نوم يې عيسىٰ دے، خو د پولوس وينا دا ده چې هغه مړ نۀ دے، ژوندے دے.


او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره.


تاسو خلقو ته ووايئ چې خپل وخت د خپل پلار نيکۀ د دروغژنو نسب‌نامو په قيصو مۀ ضائع کوئ، کوم چې صرف د خلقو په مينځ کښې د بحث مباحثى سبب کيږى. داسې بحثونه د خُدائ په خدمت کولو کښې بې‌فائدې دى، خو دا کارونه په هغه وخت کښې ممکن دى چې تاسو په خُدائ پاک ايمان ساتئ.


هغه مغرور دے او په هيڅ نۀ پوهيږى، او هغۀ ته د بحث مباحثى او زبانى تکرار بيمارى ده او د دې په وجه کينه او جګړې او بده وينا او بدګُمانى رامينځ ته کيږى،


خو د بې‌وقوفۍ او د جهالت د بحثونو نه ځان په ډډه ساته، ځکه تا ته پته ده چې د دې نه صرف جګړې جوړيږى.


خو د بې‌وقوفۍ د بحثونو، د شجرو او جګړو او د شريعت جنګونو نه ځان ساته، ځکه چې دا فضول او بې‌فائدې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan