Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 18:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 څنګه چې پولوس جواب ورکولو نو په دې کښې ګليو يهوديانو ته ووئيل چې، ”کۀ چرې دا خبره د جرم يا د سخت شرارت وى نو يهوديانو، ما به ستاسو شکايت مناسب ګڼلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 18:14
17 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“


او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟


خو تر څلوېښتو کالو پورې هغۀ په صحرا کښې د دوئ چال چلن وزغملو.


پولوس جواب ورکړو چې، ”زۀ يهودى يم او د کلکيه د ترسس يم، او د دغه اهم ښار مقامى اوسېدونکے يم. ما ته اجازت راکړه چې دې خلقو ته خبرې وکړم.“


کۀ چرې زۀ ګناه ګار يم او داسې څۀ جرم مې کړے وى چې د مرګ د سزا لائق وى نو زۀ د مرګ نه د تښتېدو کوشش نۀ کوم. خو کۀ چرې زما خلاف اِلزامونو کښې څۀ حقيقت نۀ وى نو څوک هم ما دوئ ته نۀ شى سپارلے. زۀ قيصر ته اپيل کوم.“


خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.


ځکه چې تابعدارو خلقو ته د مشرانو نه هيڅ يره نۀ وى خو نافرمانو ته وى. کۀ تاسو چرې د مشرانو په وړاندې بغېر د يرې اوسېدل غواړئ، نو تابعدارى کوئ او هغوئ به ستاسو تعريف کوى،


زما خواهش دے چې تاسو ما سره لږ شان بې‌وقوفى وزغمئ. آو، تاسو يې ما سره زغمئ.


ځکه کۀ تاسو ته څوک هم راشى او هغه د بل عيسىٰ پېغام درکوى، او کۀ څۀ هم چې د هغۀ پېغام او زمونږ کښې فرق هم وى، يا تاسو ته د روحُ القُدس په ځائ څۀ بل روح درکړے شى، يا چې تاسو کوم زيرے قبول کړے دے د هغې نه علاوه بل زيرے درکړى، نو بيا خو هغه تاسو ډېر په خوشحالۍ اورئ.


او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan