Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 18:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 ځکه چې زۀ درسره يم. او هيڅوک به درباندې د نقصان رسولو دپاره حمله ونۀ کړى ځکه چې په دې ښار کښې ډېر خلق داسې دى چې زما دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 18:10
26 Iomraidhean Croise  

نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.


تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بې‌فائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.


”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانو‌ايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“


خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى.


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى،


زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.


او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى.


شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېر‌يهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل.


چې د پيړو راسې معلوم دى.“


نو هغه هلته يو کال او شپږ مياشتې پاتې شو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د کلام تعليم ورکولو.


يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، خپل تبليغ جارى ساته او خاموشه کېږه مه،


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.


خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېر‌يهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم.


مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.


يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.


دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“


کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan