Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 17:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو چې هغوئ يې ونۀ موندل نو ياسون او ځينې نور ايمانداران يې د ښار منصفانو ته په زور راوستل او دا چغې يې وهلې چې، ”هم دې کسانو ټوله دُنيا په عذاب اخته کړې ده او اوس زمونږ ښار هم په عذابوى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 17:6
18 Iomraidhean Croise  

نو بيا د بيت‌ايل اِمام امصياه د اِسرائيل بادشاه يربعام له دا خبر ورولېږلو چې، ”عاموس د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ستا خلاف سازشونه جوړوى. د هغۀ وينا د برداشت نه بهر ده.


او په ټوله دُنيا کښې به د بادشاهۍ زېرے خور شى او د ټولو قومونو دپاره به ګواهى شى او بيا به قيامت وى.


خو هغوئ اِصرار وکړو چې، ”د هغۀ تعليمات په ټوله يهوديه کښې خلق بلوه کوى. چې د ګليل نه راشروع شو او تر دې ښاره راورسېدو.“


په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،


په هم هغه شپه ايماندارانو وروڼو پولوس او سيلاس بيريه ته ولېږل. کله چې هغوئ راورسېدل نو د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل.


نو ايماندارانو وروڼو پولوس سمدستى ښکته ساحل ته ولېږلو. خو سيلاس او تيموتيوس دواړه وروستو پاتې شول.


ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“


خو يهوديانو د حسد له کبله د څۀ بازارى بدمعاشانو په مدد، جلوس راوويستو او په ښار کښې يې اله ګوله جوړه کړه. هغوئ د ياسون کور راګېر کړو چې پولوس او سيلاس ولټوى او د خلقو ګڼې ته يې راوباسى.


دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے.


خو مونږ ستا نه اورېدل غواړو چې ستا څۀ خيال دے، ځکه چې مونږ ته پته ده چې هر چرته د دې فرقې خلاف خبرې کيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan