34 خو يو څو کسان ورسره شول او ايمان يې راوړو چې په هغوئ کښې يو ديونيسيوس د اريوپاګوس د دربار کس وو او ورسره دمريس نومې يوه ښځه او ځينې نور کسان هم وُو.
دغه شان وروستنى به اول شى او اول به آخر شى.“
کله چې غېريهوديانو دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شول او د مالِک د کلام دپاره شُکر ګزار شول او هغوئ څوک چې د تل عُمرى ژوندون دپاره غوره شوى وُو، ايمان يې راوړو.
نو هغوئ هغه ونيولو او اريوپاګوس دربار ته يې راوستو او ورته يې ووئيل چې، ”دا نوے تعليم کوم چې تۀ ورکوې، مونږ په دې پوهولے شې څۀ؟
نو بيا پولوس د اريوپاګوس د دربار په وړاندې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے اتينيانو، زۀ وينم چې تاسو په هر لحاظ ډېر سرګرم ايمانداران يئ.
نو دغه شان پولوس د خلقو د مينځ نه ووتو.
په هغوئ کښې ځينې راضى شول او د پولوس او سيلاس سره ملګرى شول او دغه شان د دې ديندارو يونانيانو يو څو عزتمندې ښځې هم راضى شوې.
ټول مقدسين خصوصاً د قيصر د خاندان خلق تاسو ته سلام وائى.