32 کله چې هغوئ د مړو نه د بيا راژوندى کولو خبرې واورېدلې نو ځينو ورپورې ټوقې شروع کړې خو نورو ورته ووئيل چې، ”په دې حقله به مونږ تا نه بيا خبرې واورو.“
بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى.
خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.
خو هغوئ ټولو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړومبى ووئيل، ما يوه ټوټه زمکه اخستې ده، زۀ ځم چې هغه وګورم. نو مهربانى وکړه زما عُذر قبول کړه.
کومو خلقو چې د عيسىٰ څوکيدارى کوله، هغوئ ورپورې ټوقې وکړلې او وې وهلو.
بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بېعزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو.
سپاهيانو هم په هغۀ پورې ټوقې وکړې او هغۀ له يې سرکه ورکړه.
وګورئ اے سپکو خلقو، حېران او تباه شئ، ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وى.“
ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو.
ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“
نو دغه شان پولوس د خلقو د مينځ نه ووتو.
خو ځينو په هغوئ پورې ټوقې وکړې او وئ وئيل چې، ”دوئ د شرابو په نشه کښې دى.“
او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“
خو د هغې په ځائ هغوئ خپل دينى بحث شروع کړو او د دوئ اختلاف په دې خبره وو چې يو مړ کس دے چې نوم يې عيسىٰ دے، خو د پولوس وينا دا ده چې هغه مړ نۀ دے، ژوندے دے.
نو دا خلق ولې دا خبره ناممکنه ګڼى چې خُدائ پاک مړى بيا راژوندى کوى؟
خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېريهوديانو په نزد بېوقوفى ده.
نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟
مونږ د مسيح په خاطر بېوقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.
ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.
په ځينو پورې يې ټوقې وکړې، په کوړو يې ووهل، او څۀ يې په زنځيرونو وتړل او په قېد کښې يې واچول.
نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بېعزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه.