30 په تير وختونو کښې خُدائ پاک دا جهالت نظر انداز کړے وو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چې توبه ګار شى.
ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،
نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے، خو شپه به بيا راځى. کۀ تۀ بيا تپوس کول غواړې، نو بيا راشه او تپوس وکړه.“
هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ.
”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“
د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“
”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“
نو هغوئ بهر لاړل او دا بيان يې کولو چې توبه ګار شئ.
بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“
زۀ تاسو ته وايم چې د يو ګناه ګار په توبه کولو د خُدائ پاک په فرښتو کښې هم دغه شان خوشحالى کيږى.“
او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى.
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېريهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“
په تېرو شوو زمانو کښې هغۀ ټول نسلونه خپلې خوښې ته پرېښې وو چې په کومه ځى.
ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربانګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم.
ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.
نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.
او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.
او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟
ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى.
ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو،
ځکه چې د خُدائ پاک د مرضۍ غم داسې توبه راپېدا کوى چې اَنجام يې خلاصون دے او په هغې پښېمانه کېدل نشته، خو د دُنيا غم مرګ پېدا کوى.
ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بېدينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو.