27 نو د هغۀ غرض دا وو چې دوئ د خُدائ پاک لټون وکړى او کېدے شى چې په لټولو يې بيامومئ. بېشکه چې هغه زمونږ د چا نه هم لرې نۀ دے.
خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟
هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“
د دې دپاره چې نور انسانان، يعنې غېريهوديان زما لټون وکړى څوک چې ما رابللى او خپل کړى دى. مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه چې دغه کارونه کوى،
د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته.
او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟
بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ داسې خُدائ وى چې په ضرورت کښې ورته دومره نزدې وى لکه څومره چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته نزدې دے. مونږ چې کله هم د مدد دپاره هغۀ ته سوال وکړُو نو هغه زمونږ سوال قبلوى.