17 نو هغۀ به په عبادتخانه کښې د يهوديانو او دينداره يونانيانو سره بحثونه کول او دغسې به يې په بازارونو کښې هره ورځ هغوئ سره کول څوک چې به هلته وُو.
مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى.
نو د دې دپاره زۀ د مالِک خُدائ د قهر نه ډک شوے يم، او د برداشت نه بهر شوے يم.“ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ خپله غصه په کوڅو کښې په ماشومانو او د زلمو په ډلو او په ښځې او خاوند او په سپينږيرو او بوډاګانو نازلوم.“
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.
نو هر هغه څۀ چې تاسو په تيارۀ کښې وايئ، هغه به په رڼا ورځ واورېدلے شى او هغه څۀ چې تاسو په بندو کمرو کښې يو بل ته په غوږ کښې وئيلى دى، هغه به د چت نه په چغه واورولے شى.
هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو.
نو پولوس راوچت شو او خلقو ته يې د چپ کېدلو اِشاره وکړه، او وې وئيل، ”اے بنى اِسرائيلو او غېريهوديانو تاسو څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ نو زما خبره واورئ.
نو چې کله ګڼه خوره شوه نو ډېر يهوديان او نوې يهوديان شوى کسان پولوس او برنباس له ورغلل او پولوس او برنباس دوئ ته مِنت وکړو چې د خُدائ پاک په فضل کښې قائم پاتې شئ.
خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.
او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه.
نو هغۀ سمدستى په عبادتخانو کښې بيان شروع کړو چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.
ځکه چې خلق به خود غرضه، لالچيان، لافې کوونکى، مغروره، ګستاخه، د مور پلار نافرمانه، ناشُکره، بېدينه،
هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته.