15 هغه کسان چې د پولوس د لارې ملګرى وُو نو هغه يې اتينيه ته راوستو او په واپسۍ کښې يې سيلاس او تيموتيوس ته دا پېغام ورکړو، څومره زر چې کېدے شى ما ته خپل ځان راورسوئ.
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
نو ايماندارانو وروڼو پولوس سمدستى ښکته ساحل ته ولېږلو. خو سيلاس او تيموتيوس دواړه وروستو پاتې شول.
بيا چې پولوس په اتينيه کښې د هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ يې ډېر غمژن شو چې ښار يې له بُتانو نه ډک وليدلو.
نو په هغه وخت کښې اتينيانو او د هغه ځائ بهرنى خلقو سره په نوې سوچونو باندې د تاويلو ماويلو نه بغېر بله مشغولا نۀ وه.
نو بيا پولوس د اريوپاګوس د دربار په وړاندې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے اتينيانو، زۀ وينم چې تاسو په هر لحاظ ډېر سرګرم ايمانداران يئ.
د دې نه پس پولوس د اتينيه نه روان شو او کورنتوس ته لاړو.
کله چې سيلاس او تيموتيوس د مِکدونيه نه راورسېدل نو پولوس خپل ځان په پوره توګه د تعليم دپاره وقف کړو او يهوديانو ته يې دا ګواهى ورکړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.
نو کله چې مونږ نور دا برداشت نۀ کړے شو، نو مونږ په اتينيه کښې د يواځې پاتې کېدو فېصله وکړه،
ما دا اراده وکړه چې تاسو ته ارتِماس يا تخيکوس درولېږم. نو چې په دوئ دواړو کښې هر يو درورسيږى نو چې ما سره مِلاو شئ ځکه چې ما په نيکوپوليس کښې د ژمې تېرولو فېصله کړې ده.