40 د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.
په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،
هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“
په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو.
هغه د لستره او اِکونيوم په ايماندارانو کښې ډېر نېک نامه وو.
کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو.