4 څنګه چې هغوئ د يو ښار نه بل ته تلل نو هغه فرمانونه چې رسولانو او مشرانو پرې په يروشلم کښې فېصله کړې وه، هغه يې ايماندارانو ته اورول چې عمل پرې وکړى.
هغوئ چنده وکړه او مشرانو له يې د برنباس او ساؤل په ذريعه ورولېږله.
په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس او برنباس دې سره د نورو ايماندارانو يروشلم ته لاړ شى چې په دې مسئله د رسولانو او د نورو مشرانو سره خبرې وکړى.
کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل.
نو رسولانو او مشرانو جرګه جوړه کړه چې په خپلو کښې په دې مسئلې مشوره وکړى.