Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 16:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 د شپې په هم هغه وخت د جيل مشر هغوئ ځان سره بوتلل او زخمونه يې ورله ووينځل، نو په هم هغه ساعت هغوئ بيا هغۀ ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 16:33
14 Iomraidhean Croise  

کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.


هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے.


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


د ښۀ وهلو ټکولو نه پس يې هغوئ په قېدخانې کښې واچول او د جيل مشر ته يې حکم وکړو چې په هغوئ سخت نظر ساتى چې ونۀ تښتى.


خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو،


بيا هغوئ د مالِک کلام هغۀ ته او د هغۀ د کور ټولو خلقو ته واورولو.


او رښتيا ما د ستِفناس خاندان ته هم بپتسمه ورکړې ده. خو نور زما په ياداشت کښې نۀ راځى چې ما به بل چا ته بپتسمه ورکړې وى.


زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.


ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.


او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan