Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 16:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 پولوس غوښتل چې تيموتيوس د خپل ځان سره بوځى، او د هغه يهوديانو د خاطره چې هلته اوسيږى هغوئ هغه سنت کړو ځکه چې هغوئ ټولو ته پته وه چې د هغۀ پلار يونانى وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 16:3
10 Iomraidhean Croise  

بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.


د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى.


خو پولوس سيلاس خوښ کړو او هغه په خپل سفر روان شو. ايماندارانو هغه د مالِک فضل ته وسپارلو.


ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى.


زۀ د يهوديانو دپاره يهودى شوم دې دپاره چې يهوديان راولم. ما د موسىٰ د شريعت د منونکو د راوستلو دپاره ځان د هغوئ په شريعت کړو، سره د دې چې زۀ د هغوئ د شريعت د لاندې نۀ يم.


خو تيطوس څوک چې ما سره وو اګر کۀ هغه يونانى هم وو خو هغه په سنتولو مجبوره نۀ کړے شو.


نو دغه شان، څنګه چې خُدائ پاک په پطروس کښې د يهوديانو د رسالت دپاره طاقت پېدا کړو، نو هم هغۀ د غېرو يهوديانو د رسالت دپاره ما ته هم طاقت راکړو.


ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.


خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan