Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 16:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هغه د لستره او اِکونيوم په ايماندارانو کښې ډېر نېک نامه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 16:2
14 Iomraidhean Croise  

په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،


نو هغوئ د احتجاج په طور د خپلو پښو نه د هغوئ خلاف دوړه وڅنډله او اِکونيوم ته لاړل.


پولوس او برنباس په اِکونيوم کښې د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. هلته هغوئ په داسې ښۀ انداز سره خبرې وکړې چې ډېرو يهوديانو او غېر‌يهوديانو پرې ايمان راوړو.


په دربې کښې د زيرى اورولو نه وروستو ډېر خلق د عيسىٰ مريدان شول. بيا هغوئ لستره، اِکونيوم او اَنطاکيه ته واپس لاړل.


نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو.


د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.


نو اے ملګرو، اووۀ نېک کسان غوره کړئ چې هغه د روحُ القُدس نه او د عقل نه معمور وى نو مونږ به د دې کارونو ذمه وارى هغوئ ته په حواله کړُو.


خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو.


او د دې نه علاوه په کار دى چې هغه د جماعت نه بهر په خلقو کښې نېکنامه وى، او بدنامه نۀ وى نو چې د اِبليس په جال کښې راګېر نۀ شى.


په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.


دغه شان د ځينې خلقو ښۀ کارونه هم ليدلے کيږى، خو کوم ښۀ کارونه چې په پټه شوى وى، نو هغه به هم يوه ورځ ښکاره شى.


تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.


او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.


په حقيقت کښې زمونږ مشرانو د ايمان په وسيله د خُدائ پاک قبوليت حاصل کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan