16 مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې.
هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.
ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.
کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“
د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
هر يو سړے يا ښځه چې د مړو يا د پيريانو مشورې ورکوى هغه دې سنګسار کړے شى چې مړۀ شى، څوک چې دا کار کوى نو هغه به د خپل خُون ذمه وار وى.“
کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.
د سبت په ورځ مونږ د ښار د دروازې نه بهر د سيند غاړې ته لاړو چرته چې زمونږ دا خيال وو چې خلق به د عبادت دپاره راټول شوى وى، مونږ کښېناستو او هلته د راغلو ښځو سره مو خبرې وکړې.
هغې دا وينا ډيرې ورځې وکړه خو آخر پولوس تنګ شو. هغۀ هغه روح ته مخ راواړولو او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ تا ته حُکم درکوم چې د عيسىٰ مسيح په نوم د دې نه بهر شه.“ او هغه په هغه ځائ د هغې نه راووتو.
خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل.
هلته ديميتريوس نومې يو زرګر وو چا به چې د ارتِميسې د زيارت د سپينو زرو نمونې جوړولې او د ډېرو کاريګرو پرې ښۀ روزګار روان وو.
بُت پرستى، جادوګرى، دشمنى، جګړې، کينه، بار بار غصه، خود غرضى، فتنې، پارټى بازى،
ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.
او څنګه چې ينيس او يمبريس د موسىٰ مخالفت کړے وو، نو دې بېعقلو او دروغژنو ايمان لرونکو سړو هم د حقيقت مخالفت وکړو.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.
نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو.
نو ساؤل خپلو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”يوه کوډګره ښځه ولټوئ چې د مړو د روحونو سره مشورې کوى او زۀ به ورشم او مشوره به ورسره وکړم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”په عين دور کښې يوه داسې ښځه شته.“