14 په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
زما جانان خپل لاس په ور کښې راوږد کړونه، نو زما زړۀ د هغۀ دپاره په درزېدو شونه.
خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم.
بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى.
يو څو يونانيان په اختر کښې د عبادت دپاره تلى وُو.
هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو.
د مالِک لاس په هغوئ وو، او ډېرو خلقو ايمان راوړو او مالِک ته راواوړېدل.
نو چې کله ګڼه خوره شوه نو ډېر يهوديان او نوې يهوديان شوى کسان پولوس او برنباس له ورغلل او پولوس او برنباس دوئ ته مِنت وکړو چې د خُدائ پاک په فضل کښې قائم پاتې شئ.
خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.
د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.
بيا هغه د عبادتخانې نه روان شو او د تيطيوس يوستوس نومې سړى کور ته لاړو چې د خُدائ پاک عبادت کوونکے وو او کور يې د عبادتخانې سره نزدې وو.
نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو.
نو دا د انسان په خواهش يا محنت باندې نۀ ده بلکې د خُدائ په رحم باندې ده.
ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.
هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.
د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې