Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 15:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 15:7
25 Iomraidhean Croise  

نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“


نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.


تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.


يحيىٰ جواب ورکړو چې، ”انسان يو څيز هم تر هغې حاصلولے نۀ شى ترڅو چې هغۀ ته د آسمان نه مِلاو نۀ شى.


او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.


بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے


خو پطروس لا د هغه رويا په سوچ کښې وو چې روحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چې، ”شمعونه، درې سړى درپسې ګرځى.


نو پاڅه او لاندې ورشه. تۀ د هغوئ سره بې‌تپوسه لاړ شه ځکه چې هغوئ ما درلېږلى دى.“


کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“


شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېر‌يهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل.


په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس او برنباس دې سره د نورو ايماندارانو يروشلم ته لاړ شى چې په دې مسئله د رسولانو او د نورو مشرانو سره خبرې وکړى.


د هغوئ اختلاف دومره زيات شو چې هغوئ د يو بل نه جدا شول او برنباس مرقوس د ځان سره کړو او په سمندرى جهاز کښې قبرص ته روان شو.


خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.


د قيصريه نه څۀ مريدان هم مونږ سره راغلل او مونږ يې د مناسون کور ته راوستُو چې د قبرص اوسېدونکے وو او پخوانے مريد وو او مونږ د هغۀ سره پاتې شُو.


خو په دې طريقه خُدائ پاک هغه پېشګويۍ پوره کړې چې هغۀ د ټولو نبيانو په وسيله کړې وې چې د هغۀ مسيح به تکليف وزغمى.


دا تا د روحُ القُدس په وسيله زمونږ د نيکۀ داؤد په خولۀ فرمائيلى وُو چې، ”قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟


خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.


هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan