41 هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېريهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.
يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو.
پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.
مونږ په لاره کښې د قبرص جزيره وليده او ترې نه په ګس لاس تير شُو. مونږ شام ته سفر جارى وساتلو او په صور کښې کوز شُو ځکه چې هلته يې د کشتۍ نه سامان کوزولو.
د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.
د دې نه پس زۀ د شام او د کلکيه علاقو ته لاړم.