38 خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چې هغه د ځان سره ملګرے کړى ځکه چې يوحنا هغوئ په پمفوليه کښې ځانله پرېښے وُو او د خِدمت په کار کښې يې دوئ سره ملګرتيا نۀ وه کړې.
د اِفرائيم خلق سره د دې چې په غشو او ليندو سمبال وُو، خو بيا هم ټول د جنګ په ورځ د مېدان نه وتښتېدل.
لکه په خراب غاښ خوړل يا په ګوډه پښه تلل کول داسې دى لکه په سخت وخت کښې چې په ناباوره کس توکل کوى.
او بيا يو بل ووئيل، ”مالِکه، زۀ به درپسې يم خو دومره اجازت راکړه چې د خپل کور د خلقو نه رُخصت واخلم.“
پولوس او د هغۀ ملګرى د پافُس نه په سمندرى جهاز کښې پرګې ته لاړل چې په پمفوليه کښې ده. نو يوحنا ترې جدا شو او يروشلم ته واپس لاړو.
فروګيه، پمفوليه، مِصر، ليبيا د ضلعو چې د کرينى طرف ته دى او هم رومى مسافران،
داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى.