37 د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى.
کله چې هغه په دې پوهه شو نو بيا هغه د مريم کور ته لاړو چې د يوحنا مرقوس مور وه. هلته ډېر ګڼ خلق راغونډ شوى وُو او دُعا يې کوله.
بيا برنباس او ساؤل د خپل خِدمت پوره کولو نه پس يروشلم ته واپس راغلل، او ځان سره يې يوحنا راوستو، چې بل نوم يې مرقوس وو.
پولوس او د هغۀ ملګرى د پافُس نه په سمندرى جهاز کښې پرګې ته لاړل چې په پمفوليه کښې ده. نو يوحنا ترې جدا شو او يروشلم ته واپس لاړو.
کله چې هغوئ سَلميس ته راورسېدل نو هغوئ د خُدائ پاک کلام د يهوديانو په عبادتخانو کښې واورولو او د هغوئ سره يوحنا هم د مددګار په توګه وو.
د هغوئ اختلاف دومره زيات شو چې هغوئ د يو بل نه جدا شول او برنباس مرقوس د ځان سره کړو او په سمندرى جهاز کښې قبرص ته روان شو.
اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ،
صرف لوقا ما سره دے خو مرقوس راپېدا کړه او ځان سره يې راوله ځکه چې هغه زما سره په خِدمت کښې فائده مند دے.
او هم دغه شان مرقوس، اريسترخوس، ديماس او لوقا هم چې په دې خدمت کښې زما ملګرى دى.
هغه جماعت چې په بابل کښې دے او تاسو سره يو ځائ غوره شوے دے، هغه او زما زوئ مرقوس تاسو ته سلام وائى.