36 نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“
مردکى به هره ورځ د بادشاه د ښځو د ځائ نه بهر د دې دپاره ګرځېدو راګرځېدو چې د دې پته ولګوى چې اِستَر څنګه ده او په هغې باندې څۀ کيږى.
بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“
نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې دى او د هغوئ مو ښۀ خيال نۀ دے ساتلے، زۀ به تاسو له د دې بد کار سزا درکړم، مالِک خُدائ فرمائى.
او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.
او چې مسافر وم نو کور ته مو دننه نۀ کړم، چې بربنډ وم تاسو د اغوستلو دپاره جامې رانۀ کړې، او کله چې زۀ ناروغه او جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ.
کله چې ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان يې راوړو، ځکه چې هغه د مالِک په حقله د تعليم په وجه ډېر متاثره شو.
هغوئ دواړه د روحُ القُدس په وسيله ولېږلے شول، او هغوئ سلوکيه ته ښکته لاړل او بيا د هلته نه په سمندرى جهاز کښې قبرص ته لاړل.
نو هغوئ د احتجاج په طور د خپلو پښو نه د هغوئ خلاف دوړه وڅنډله او اِکونيوم ته لاړل.
پولوس او برنباس په اِکونيوم کښې د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. هلته هغوئ په داسې ښۀ انداز سره خبرې وکړې چې ډېرو يهوديانو او غېريهوديانو پرې ايمان راوړو.
په دربې کښې د زيرى اورولو نه وروستو ډېر خلق د عيسىٰ مريدان شول. بيا هغوئ لستره، اِکونيوم او اَنطاکيه ته واپس لاړل.
نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو.
کله چې هغه د څلوېښتو کالو شو، نو د هغۀ په زړۀ کښې دا خيال راغلو چې هغه د خپلو رشتهدارو بنى اِسرائيلو سره مِلاوېدو له لاړ شى.
زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ،
د دې خبرو نه علاوه، چې په ما کوم د روزانه غم دے هغه د ټولو جماعتونو دپاره زما په زړۀ کښې سوچ دے.
صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.
خو تيموتيوس اوس له تاسو نه مونږ له واپس راغلو او ستاسو د ايمان او د مينې ښۀ زيرے يې راوړلو. او مونږ ته يې دا هم ووې چې تاسو تل زمونږ خير غواړئ او زمونږ د ليدو په خواهش کښې يئ لکه څنګه چې مونږ ستاسو د ليدو خواهش کوُو.
کله چې زۀ ستا هغه د جدايۍ د وخت اوښکې رايادې کړم، نو تا سره د بيا ليدو خواهشمند يم، د دې دپاره چې د خوشحالۍ نه ډک شم.